اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق غني وئېلي دي شهباز شريف عمران خان نه بلكې د احتساب قامي بيورو نيولې٬د تېرو لسو كلونو په مهال د اخستلې شوي قرض حساب دې وركړی شي۔د خبريال سهيل قاتلان به د قانون منګ??لو ته زر وسپارلې شي۔د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سر?? په خبرو كښې ده ووئيل حكومت به د خبريالانو تحفظ كوي٬خبريالان زمونږ اثاثه ده ٬پھ هري پور كښې د خبريال د وژنې سخته غندنه كوو٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی هم د دې پېښې نوټس اخستې٬پوليس پلټنې كوي چې آيا خبريال د ذاتي دښمنۍ يا د خبر په بنياد وژلې شوې٬پوليس د ټ??لو اړخونو جاج اخلي چې كله هم د تحقيقاتو نتيجې راشي قاتلان به د قانون منګ??لو ته سپارلې شي۔د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر ووئيل شهباز شريف عمران خان نه دې نيولې بلكې د احتساب قامي بيورو نيولې٬نېب آزاده او خپلواكه اداره ده٬په ده د وړاندې نه مقدمه روانه وه۔ ده ووئېل ?? شهباز شريف ګرفتاري د ټاكنو نه وړاند?? كېدونكې وه خو د ټاكنو له امله وځنډېدله۔شهباز شريف چې په كوم ډول پھ ايوان كښې د خپل ځان بې ګناه ثابت??لو هڅه كړې ښه به دا وه چې د نېب په فورم يې دا مقدمه وړاندې كړې وه۔ده ووئيل شهباز شريف په ايوان كښې چې څنګه د خشم څرګندونه كړې په كار وه چې په نېب كښې يې خپل دريځ په ښه ډول وړاندې كړې و۔سپيكر ووئيل 95 اربه ډالره قرض عمران خان نه دې اخستې٬وړاندې حكومتونو اخستې ٬اوس به د هغې حساب وركول وي