اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د ??وا??لات دوهم وزير مراد سعيد وئېلي دي په موټروے پوليس وياړ لرو ٬دا به لا فعاله او مستحكمه ا??اره جوړو۔پلانټ فار پاكستان مهم كاميابولو كښې وزارت بشپړ كردار ترسره كوي۔??وا??لاتي انفراسټركچر به ماحول دوسته جوړوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په نېشنل هائي ويز اينډ موټروے پوليس لائسنس اتهارټي كښې د پلانټ فار پاكستان په سرخط دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل موټروے پوليس د هېواد هغه ا??اره ده كومې چې په لږ وخت كښې خپله ښه نامه ګټلې او مونږ په دې وياړ لرو۔ده ووئيل مونږ به دا اداره لا فعاله او مستحكمه كړو۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان هېواد خيرازه كولو له چې د لس اربه اونو نالولو كوم هدف وركړې د هغې لپاره د ??وا??لات وزارت خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د كائنات په ښكلا كښې اونې بنيادي كردار ترسره كوي ولې له بده مرغه زمونږ په هېواد كښې بې دردۍ سره اونې وهلې شي او د دې كبله زمونږ هېواد كښې ځنګلونه د 3 فيصده نه هم په كمه زمكه ولاړ دي ۔ده ووئيل زه نن پھ دستوره كښې د كوچنيانو په قامي شجركاري مهم كښې په برخه ا??ستلو خوشحاله شوې يم ٬ په دې مهال د موټروے آئي جي محمد عامر ذوالفقار خان پھ خپل خطاب كښې ووئ??ل په يوه اونۍ كښې 50 زره اونې نالې كړې شوې او په راروانو 70 ورځو كښې به نورې 2 لكه اونې نالولې شي۔دستوره كښې د اسلام آباد بېلو سكولونو٬كالجونو او مدرسو طالبعلمانو او غېر ملكي سفارتكارو پشمول نورو مهمو شخصياتو هم ګډون كولو