کېنبرا ۔ 10ستمبر (اے پی پی) آسټریلیا كښې كېدونكو تر ټولو لوئې ??من??ري پوځي مشقونو كښې پاكستان نېوي هم ګډون كوي او د چين پوځ په اولني ځل دېغه مشقونو كښې برخه اخلي۔ په دغه مشقونو كښې د پاكستان په شمول د 27 هېوادونو بحري ځواكونه ګډون كوي۔ په مشقونو كښې به د 23 ??من??ري بېړو سره سره آبدوزونه هم برخه اخلي۔ چين په اولني ځل د آسټرېليا په ??من??ري پوځي مشقونو كښی برخه اخلي۔ د ابلاغ ذريعو ترمخه 3 زره چينائي عسكر په دې مشقونو كښې برخه اخستلو له آسټريليا ته روان شوي ۔ په جنګي مشقونو كښې ګډون كوؤنكې د آسټريليا د ??من??ري ډلې كمانډر ریئر اېډمرل جوناتھن مېډ ووئيل د چين مشقونو كښې ګډون كول به د دواړو هېوادونو په ګټه وي او دا به د دوه اړخيزه باور زياتېدو سوب وګرځي