اسلام آباد 15 فروري(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان د سرمايه كارۍ موقعې لري٬ د حكومت د غوره قانون سازۍ د لارې دا موقعې لا بهترې كړې شوي٬ مونږ به خوشحاله شو كه زمونږ ورور هې??اد تركيې څخه سوداګر او صنعتكار دې موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ اولس مشر دا خبرې د زيارت په ورځ د تركيې سفير احسان مصطفٰې يوراداقل په مشرۍ كښې د پاك ترك بزنس فورم پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د پاكستان او تركيې سرمايه كارو سره لوړ پوري چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هې??ادونو اړيكې د غېر معمولي نوعيت دي چې مثال ئې د خ??رج?? اړيكو په نړۍ كښې ګران دے۔ ده ووئيل د دواړو وروڼو هې??ادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې تجارت او سرمايه كارۍ كښې زياتوالي ته اړتيا ده ٬ په دې لړ كښې د سوداګرو٬ صنعتكارو او سرمايه كارو د پلاويو تګ راتګ ضروري دے۔ اولس مشر ووئيل پاکستان او ترکیه د تاریخ ، كلتور او د عقيدې په مضبوطو خپلوليو تړلې دي او د دواړو هې??ادونو ترمېنځه د صنعت او تجارت پشمول په نورو څانګو كښې مرسته خوشبينه ده٬ ده ووئېل پاکستان به په دې لړ كښې د هر اقدام په زړه پورې ه??كل?? كوي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان كښې د ډېرو موجودو موقعو څخه تر اوسه استفاده نه ده كړې شوې٬ دې لپاره ضروري ده چې د تركيې سرمايه كار د توان او فوډ پروسېسنګ پشمول نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ ته پام لرنه وكړي۔ اولس مشر ممنون حسېن په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې په پاكستان كښې سرمايه كاري كوٶنكې د تركيې ادارې د پاكستان د انجينئرانو او كارمندانو د تربيې خاص اهتمام كوي او نورې تربيې له ئې تركيې ته لېږي د كومې چې به ډېرې ښې نتيجې رامخې ته شي۔ اولس مشر ممنون حېسن ووئيل د صحت او د داروګانو جوړولو په لړ كښې د دواړو هې??ادونو ترمېنځه د مرستې پراخه امكانات شته كومو څخه چې دواړه هې??ادونه ګټه پورته كولې شي