اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود چوهدري نثار علي خان وياند د چوهدري نثار په كور د مظاهرچيانو د بريد او هغه په بكتر بند ګاډي كښې محفوظ مقام ته د متنقل كولو په اړه د مېډيا د ځينې حلقو او په خاص توګه په سوشل مېډيا د خبرونو وضاحت كولو ??ره وئيلي دي چې د تېرې يوې اونې راهسې د تګ ر??تګ ستونزو له امله چوهدري نثار علي خان په اسلام آباد كښې مېشته دے ځكه د هغه په بكتر بند ګاډي كښې د منتقل كولو په خبر كښې هېڅ صداقت نشته۔ وياند ووئيل چې ت??ره ورځ د ځينې شرخوښو عناصرو لخوا د هغه په كور د بريد كو??و هڅه شوې په كومه كښې چې مركزي دروازې او د كور دېوال ته زيان رسېدلې خو د كور په امنيت مامور ځوانانو د فرض شن??سې او بهادرې څرګندونه كولو ??ره د شرخوښو دا هڅه شنډه كړې۔ د چوهدري نثار علي خان د خېريت پوښتنې لپاره د ترلاسه شويو ټېليفونونو په اړه وياند ووئيل چې چوهدري نثار د ټولو ??ېرخوا مننه كړې۔