اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان ټولو ملګرو او ګاونډي هېوادونو سره دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركول غواړي٬ پاكستان د معيشت پشمول په ټولو څانګو كښې پرمختګ كړے٬د حكومت د ښه پالېسو پ?? سبب د پاكستان معيشت په سم پلو روان دے٬د سرمايه كارۍ ښه پالېسو پ?? سبب پاكستان په سوئېلي آسيا كښې سرمايه كارۍ له تر ټولو ښه هېواد دے٬نړيوال سرمايه كار د دې څخه استفاده كولې شي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د نائيجېريا ها??ي كمشنر٬د سوئټزرلينډ٬د عرب ??ما??ات٬بوسنيا هرزيګوينا او د ??صر سفيرانو سره د جلا جلا ملاقاتونو پ?? مهال وكړې كومو چې په ايوان صدر كښې په يوه دستوره كښې ده ته خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل۔ اولس مشر ووئيل پاكستان ټولو هېوادونو سره د دوه ا ړخيزه اړيكو لا قوي كولو كښې خوښي لري۔ ده هيله څركنده كړه چې نوې غوره شوي سفيران به د دوه اړخيزه اړيكو او پ?? خاص توګه تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو له اقد??ما?? وكړي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د امن په اصولو عمل كوي او پ?? نړيواله كچه د يو مهم او ذمه واره هېواد حېثيت لري۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ له امله نړۍ كښې تر ټولو زيات ځپل شوې هېواد دے او پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد ګڼې قربانۍ وركړې دي٬بايد نړيواله ورورولي د پاكستان قربانۍ ومني۔ ده ووئيل د ترهه ګرو پ?? ضد عمليات روان دي او تر آخري ترهه ګر ختمولو به دا عمليات روان وي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د معيشت پشمول په ټولو څانګو كښې پرمختګ كړے٬د حكومت د ښه پالېسو پ?? سبب د پاكستان معيشت په سم پلو روان دے٬د سرمايه كارۍ ښه پالېسو پ?? سبب پاكستان په سوئېلي آسيا كښې سرمايه كارۍ له تر ټولو ښه هېواد دے٬نړيوال سرمايه كار د دې څخه استفاده كولې شي۔اولس مشر نوې سفيرانو او ها??ي كمشنر له مباركي وركړه۔ په دې موقع د پاكستان او اړوند هېوادونو قامي سردونه وغږ??ل شول او ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔(