اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د استخبارتي ادارې لخوا د پارلمان غړو د كالعدم تنظيمونو سره د روابطو پھ اړه رامخې ته شوې خط بې بنسټه دے٬په خط كابينې سخت نوټس اخستې دې۔د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي پشمول نورو پھ دې معامله پيمرا كښ?? جلا جلا شكايتونه جمع كړي ٬٬د پيمرا كونسل آف كمپلينټس د دې معاملې سماعت كوي۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښ?? د بين الصوبا??ي رابطو وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده د اعتراض په نكته په ځواب كښ?? د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيل زما هم د استخبارتي ادارې ډائرېكټر جنرل سره خبره شوې٬په دې باقاعده شكايت پيمرا ته وركړې شوې٬آئي بي ووئيل دا خط بې بنسټھ دے۔ده وئيل دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي٬د اطلاعات قائمه كمېټۍ چيئرمېن محمد اسلم بودله او نورو غړو اسمبلۍ كښ?? هم جلا جلا ګيلې پيمرا كښ?? درج كړې ??نن په پيمرا كښ?? په دې معامله د درج كړې شوو خواستونو اورېدنه هم شوې ۔وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل رياض حسېن پيرزاده دا معامله د كابينې غونډه كښ?? پورته كړی وه د كومې چې كابينې په سختۍ سره نوټس اخستې وو۔ده ووئيل په ما دا لګولې شوي تور دې انكوائري اوكړې شي۔د دې څخه وړاندې وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده ووئيل د پارلمان 37 غړو نامې څخه يو خط استخبارتي ادارې لخوا رامخې ته شوې په دې معامله مونږ له دړكې راكړی كېږي۔ده ووئيل د پارلمان په غړو كښ?? مرتضٰی جاوېد عباسي٬جاوېد اخلاص٬غلام بي بي بهروانه٬چوهدري ارمغان سجاني٬طارق محمود٬شازيه مبشر٬چوهدري بلال ورك٬ محمد حسېن وټو٬ عبدالرحمان كانجو٬ سكندر بوسن٬محمد خان ډهاها٬سيد اطهر حسېن ګېلاني٬حافظ عبدالكريم٬سردار اويس احمد خان لغاري٬ جمال خان لغاري٬سردار جعفر خان لغاري٬ډاكټر حفيظ خان٬بليغ الرحمان٬طاهر بشير چيمه٬سيد علي ګېلاني٬رياض حسېن پيرزاده٬سيد محمد اصغر شاه٬ محمد خسرو بخت??ار??شېخ فياض الدين٬ميا امتياز احمد٬سيد اياز علي شاه شيرازي٬جمال خان لغاري پشمول 37 غړي شامل دي۔وزيراعظم له پھ دې اړه انكوائري كول پكار دي۔سپيكر ووئيل چې كله خط رامخې ته شو نو تاسو هغه مهال عراق كښ?? وې٬په دې اړه آئي بي په پيمرا كښ?? خواست جمع كړو چې دستاويز بې بنسټھ دے٬ كه چرې تاسو نور تحفظات لرۍ نو(نن)د جمعې په ورځ به د آئي بي ډي جي راوغواړو٬ تاسو هم راشۍ نو تفصيل سره به خبره وشي۔په كوم چې وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده ووئيل په پنځم ځل د قامي اسمبلۍ غړې ټاكلې شوې يم او وزير هم پاتې شوې يم خو د دې خط نه وروستو په سوشل مېډيا زمونږ كرداركشي شوې٬زما غوښتنه ده چې كوم سينئر وزير يا داخله وزير دې ايوان كښ?? بيان وركړي چې د خط په اړه د وزيراعظم دفتر كوم هدايت نه دي وركړې۔پھ دې موقع وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده نورو غړو د چا چې نوم بې بنسټھ خط كښ?? شامل وو سره د ايوان څخه واك آؤټ وكړو۔دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي د دفاع وزير خرم دستګير او د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د ايوان څخه واك آؤټ كوونكي غړي بېرته راوستو لپاره ولېږلې شول دغسې وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده او نور د اسمبلۍ غړي ايوان ته بېرته راغلل