اسلام آباد 04 جون (اے پي پي﴾ وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د تحريك انصاف حكومت په ګوادر كښې د برېښنا او اوبو د كومې پروژې په ترسره كولو كښې پا??ې راغلے، اربونه روپې او قېمتي وخت ضائع كړے شوے، د ګوادر هوائي اډې او بندر صورتحال ښه نه دے، د پاكستان پرمختګ په بلوچستان كښې امن، استحكام او پرمختګ سره تړون لري. د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې د ګوادر دورې په مهال ده وكتل چې د پي ټي ??ئي حكومت د ګوادر خلق څنګه مايوسه ??ړي دي. اربونه روپې او قېمتي وخت ضائع كړے شوے، د ګوادر بندر لپاره لوئې قربانې وركوونكو د ځائي خلقو د اوبو برېښنا مسئلو حل لپاره كومه هم پروژه نه ده ترسره كړې ش??ې. وزيراعظم ووئيل چې د ګوادر بندر او د ګوادر د هوائي اډې صورتحال هم ښه نه دے، په بندر كوم ډرېئجنګ نه دې ش??ې او د دې په وجه كوم لوي كارګو جهاز نه راتللې. وزيراعظم ووئيل چې ده د ګوادر پوهنتون، هوائي اډې او د څښكلو پاكو اوبو لپاره د سېلي نېشن پلانټ د زر ترسره كولو حكم كړے. ده ووئيل چې د پاكستان پرمختګ په بلوچستان كښې امن، استحكام او پرمختګ سره تړون لري.اتحادي حكومت د بلوچستان د صوبائي حكومت او ځائي مشرانو سره په ګډه د سباٶن لائ??ه عمل ټاكنې لپاره پوخ عزم لري.