ګوادر 03 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د كبانو نيونكو ترقۍ ته پام لرنه كوو٬د ګوادر وګړو له به په آسانو شرطونو سولر پينل وركولې شي٬د بېنكونو څخه پور ترلاسه كولو كښې به آسانۍ راپیدا كولې شي٬د غېر قانوني ټرالنګ په ضد به سخت ايكشن اخستلے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ك??ان نيوونكو ته وېنا كښې وكړه۔ده ووئيل د ك??ان نيوونكو پرمختګ ته خاص پام لرنه كوو٬د كبانو نيوونكو څوكالۍ لپاره به هر ممكن اقدامات كولې شي٬هر يو كور له به برېښنا وركولې شي۔ده ووئيل په ګوادر ګښې ك??ان نيوونكو له به چين 3200 سولر پينلې و??كوي۔ده ووئيل سولر پينلې به د بېنكونو د لارې په آسانو شرطونو وركولې شي۔ك??ان نيوونكي چې د برېښنا څومره بل وركوي د هغې څخه په كمه بيعه به سولر پينلې و??كولې شي۔ده ووئيل په بېلو ځايونو سولر پاركس به جوړولې شي چې له امله به يې كبانو نيوونكي د نېشنل ګرډ په ځاې نيغ په نيغه دغې برېښنا څخه استفاده كولې شي۔ده ووئيل كبانو نيوونكو له به د بېړو وړيا انجڼې د قرعه اندازې د لارې و??كولې شي۔د بلوچستان وزيراعلٰی٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاق?? وزير احسن اقب??ل په مشرۍ كښې به د انتظاميې په مرسته دا انجڼې زر تر زره وركړې شي۔په دې موقع د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاق?? وزير احسن اقب??ل پشمول نور وزيران هم موجود وو