اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د ګلګت بلتستان او كشمير چارو صلاحكار قمر زم??ن كائره وئيلي دي امناك احتج??ج كول د هر سياسي ګوند حق دے ،هېواد سياسي بحران څخه ساتلو لپاره دې د عدالتي احكامات احترام وكړے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل پي ټي آئي د امناك احتجاج اجازې لپاره ډپټي كمشنر آفس كښې د درخواست جمع كولو اختيار لرلو خو هغوې داسې ونه وكړه او د هېواد د امن خرابولو هڅه ئې كړي۔ده ووئيل هر سياسي ګوند د امناكه احتج??ج كولو حق لري خو د پاكستان تحريك انصاف ټريك ريكارډ د امناكه احتجاج تصور په ضد دے۔ده ووئيل د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په خپله هره جلسه كښې د حكومت ختمولو دهړكې وركړې خو حكومت به د هغه خواهش چرې پوره نه كړي،ټولو اتحادي ګوندونو سره ګډه به حكومت چلولې شي او مونږ هېواد د سياسي بحران څخه بچ كولو لپاره د عدالتي احكامات احترام كوو۔