لاهور 08 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې ?? عمران نيازي د كرپشن ريكارډ د اولس په وړاندې راځي، په نورو تورونه لګونګې ??مران نيازي په خپله دروغجن، غل او سازشي دے، ?? عمران نيازي په مشرې كښې مافيا څلور كاله اولس لوټ كړے، په پخواني دور كښې د ګرانې، قرضونو او معاشي بدحالې ريكارډ جوړ شوے، 60 لكه خلق بې روزګاره شوي دي، دوه كروړه خلق د غربت د ليكې نه لاندې تللي دي، نن د فرح ګوګي د اربونو د كرپشن قېصې د هر وګړي په خله دي، فرح ګوګي فرنټ پرسن جوړولو سره د قوم د اربونو روپو لوټ كولو حساب به وركول وي، په كشمير فروشې به د پاكستان او كشمير اولس عمران نيازي كله هم ونه بخښي، ?? عمران نيازي په ضد چا هم سازش نه دے كړے، عمران نيازي پخپله لوي سازشي دے، اولس هغه د اقتدار نه بهر كړے. هغې دا خبرې د اتوار په ورځ په لاهور پرېس كلب كښې مېډيا سره د خبرو په مهال وكړې. وفاقي وزير ووئيل چې نن هغه خپلې بدزبانې سره د پاكستان اولس ته پېغام وركوي، عمران خان نن هم په خپل يو تقرير كښې د خپل ځان غلاظت لړلې، كوم چې د پاكستان اولس هم ليدلې. هغې ووئيل چې كه د پاكستان د ځوانانو تربيه ?? عمران خان په لاس كښې و??كړ?? شوه نو والدين دې د اوس نه توبه وباسي. وفاقي وزيرې ووئيل چې ?? عمران خان په دور كښې د مېډيا او پارلمان ژبه بند كړې شوې وه. هغې ووئيل چې د پرېس كلب د ستونزو نه خبر يو، سېكرټري انفارمېشن ، پي آئي او دا ستونزې نوټ كړې دي كومې به چې ډېرې زر حل كړې شي.