اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي)د قامي ا??مب??ۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره په پاكستان كښې د ايران سفير سيد ??حمد ??لي حسيني د جمعې په ورځ ليدلې دي۔په ملاقات كښې د دو?? اړخيزه ورورولۍ اړيكې لا مستحكم كولو پ?? اړه په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه كړې۔پاكستان او ايران يو بل سره د شريك مذهب٬تاريخ٬كلتور او د ورورولۍ په لازوال رشتو كښې تړلې شوي۔ پاكستان او ايران په بيلو مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔په منطقه كښې كوټلې امن راوستلو لپاره د شخړو د مستقل حل ت?? اړټيا ده٬په كشمير او فلسطين كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ د غندنې وړ دې۔پاكستان ايران سره د توان٬تجارت او اقتصادي څانګو كښې د مرستې زياتولو خواهش لري۔د ايران سفير ووئيل چې ايران پاكستان سره د اوږدې مودې٬ملګرتيا او ورورولۍ اړيكو ته اهميت وركوي۔القدس شريف كښې د روانې غېر قانوني قبضې په ضد نن د ټولې نړۍ اسلامي هېوادونو كښې د القدس اولس سره د يووالي څرګندونې په توګه ورځ لمانځلې كېږي۔القدس شريف حرمت٬تقدس او په هغې د اسرائيل د غېر قانوني قبض?? څخه آزادولو لپاره به ټولو مسلمانانو له په شريكه هڅې كول وي