اسلام آباد 27 اپريل (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير ډاكټرمفتاح اسماعيل وئيلي دي د پاكستان معيشت په بيلو څانګو ??ښې د امريكې سرمايه كاري راغب كولو ته حكومت پام لرنه كوي، حكومت غيرملكي سرمايه كارو لپاره كاروبار دوست ماحول وركولو له ھڅې كوي۔ ده دا خبره د شورو په ورځ په پاكستان ??ښې د امريكې سفارت خانې ناظم الامورانجيلا پي ا??جيلا ??ره ملاقات ??ښې كړې۔ د خزانې سيكرټري ا?? نور سينئرافسران هم په دې موقع موجود وو۔ د خزانې وزير د امريكې ناظم الامور هركلې كولو سره ووئيل پاكستان او امريكا خپلو ??ښې په پراخه بنيادونو او ګڼ اړخيزه اړيكې لري۔د خزانې وزير د موجوده حكومت اصلاحات په ايجنډا او پاليسيو رڼا واچوله ۔ ده ووئيل هېواد ??ښې اقتصادي ا?? مالياتي استحكام لپاره د اقدامات سلسله روانه ده۔ د امريكې ناظم الامور د خزانې وزارت په چوكۍ سنبھالولو مفتاح اسماعيل له مباركي وركړه او د امريكې حكومت د اړخه ئې د پاكستان حكومت او اولس سره د معاونت كولو د عزم پخلے وكړو۔