اسلام آباد 18اپرېل(اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)وياندې ??ريم اورنګزېب وئېلي دي تېر څلور كاله اولس په سركاري خرڅ دروغ اورېدلي٬عمران خان كنټينر ته د ختلو سره په ادارو ټكونه كوي٬ د تېرو 8 كلونو راهسې پي ټي آئي د فارن فنډنګ پټولو لپاره ناوړه اقدامات اختيار كړي۔الېكشن كمېشن په فارن فنډنګ كيس كښې په 30 ورځو كښې پريكړه كوي٬هم په دغه وجه عمران خان د الېكشن كمېشن په ضد ريفرنس راوړل غواړي٬سبا به د پي ټي آئي بيانيه وي چې يو سازش د هغوي په ضد په امريكا كښې شوے او بل سازش په الېكشن كمېشن كښې كېږي٬هغه سمندر پورې پاكستانيان د چيرټي په نامه لوټ كړي او روپۍ به د ګوند فنډنګ ته راتللې٬پاكستانيانو چې كومې پيسې وركړي هغه ده نه دي ډكليئر كړېي٬د روغتون لپاره چنده د ګوند په فنډنګ كښې كارولې شوې ۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔دې ??وئيل په پي آئي ډي كښې د دروغو كاغذ ښودلے كېږي٬د وزيراعظم په كرسۍ مسلط يو كس سهار ماښام دروغ وئېلي او بې بنسټه تورونه يې لګولي٬اولس د تېرو څلورو كلونو راهسې په سركاري خرڅ دروغ اووريدلي ۔دې ??وئيل د تېرو څلورو كلونو په مهال ګراني راغلې ٬بې روزګاري زياته شوې ٬معاشي تباهي راغلې ٬ كشمي?? خرڅ كړے شوے او د خارجه پالېسۍ تباهي شوې٬اوس به هره ورځ حقائق څخه اولس خبرولې شي۔دې ??وئيل كومو قاضيانو چې د هغوي د آئين شكني په ضد پريكړه كړې٬هغوي هم په نخښه كړې كېږي۔د دې ??جه يوازې دا ده چې څوك هم د هغوي څخه د كاركردګۍ پوښتنه ونه كړي۔ مريم اورنګزېب وو??يل عمران خان د مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وئېلي دي د چيف الېكشن كمشنر ??ه ضد ريفرنس راوړو٬د چيف الېكشن كمشنر ??ه ضد ريفرنس ځكه راوړلې كېږي چې هغه به د هائي كورټ د حكم ترمخه د فارن فنډنګ كيس پريكړه په 30 ورځو كښې كوي