اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) د قومي سلامتيا کمېټۍ په مراسله د تشويش څرګندونه او غير ملکي عهديدارو د اړخه استعمال کړې ژبه غير سفارتي ګرځولو سره وئيلي دې مراسله د پاکستان کورنيو چارو كښې د مداخلت مترادف ده كومه چې په هيڅ ډول شي قبلېدے،په دې به په با??اع??ه توګه د سفارتي ذر??عو سره سخت احتجاج ريکارډ كولې شي۔ وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي سلامتي کميټۍ 37مه غونډه د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د دفاع وفاقي وزير ،د توان وفاقي وزير ، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير٬ د كورنيو چارور وفاقي وزير، د خزانې وفاقي وزير ، د بشري حقونو وفاقي وزيرې ، د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير ، د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن ، سروسز چيفس ، د قومي سلامتيا صلاحكاراو سي??ئر افسرانو ګډون وكړو۔ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې د قومي سلامتيا صلاحكار کمېټۍ د يو بهرني هېواد سي??ئر عهديدار لخوا په يوه باضابطه غونډه كښې د پاکستان سفير له په باضابطه توګه د وركړې مراسلې په اړھ خبر كړه او د كومې نه چې سفير د خارجه چارو وزارت په با??اع??ه توګه خبر كړے۔ کمېټۍ په مراسله د تشويش څرګندونه كولو سره د غير ملکي عهديدار د اړخه استعمال کړې ژبه غير سفارتي وګرځوله۔ کمېټۍ خبردارے وركړو چې دا مراسله د ياد شوې هېواد د اړخه د پاکستان کورنيو چارو كښې د ښكاره مداخلت مترادف ده كومه به چې په هيڅ صورت قبلول?? نه كړے شي ۔ کمېټۍ پريكړه وكړه چې پاکستان به د سفارتي اقدارو تر مخه په باضابطه توګه اسلام آباد كښې سخت احتجاج ريکارډ كوي۔ګډون كوونكي د پارلمان د قومي سلامتيا کمېتۍ ان کيمره بريفنګ كښې د پارلمان په اعتماد كښې د اخستو لپاره په 30 مارچ 2022 د وزيراعظم په مشرۍ كښې په غونډه كښې د شوې کابينې پريكړې توثيق هم وكړو۔