اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پاکستان او ازبکستان اړيكې نوي بام ته رسيدلي دي ٬ مېنځنۍ آسياء ته راهداري وركول د وزيراعظم وژن دے چې ورسره به د مېنځنۍ آسياء هېوادونو سره اړيكې مس??حكمې شي، د ازبکستان صدر د پاكستان دوره د خاص اهميت وړ ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو د ازبکستان د قامي لباس٬ ټيکسټائل او د نورو ??صن??عاتو د نندارتون پرانستې په موقع ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل نن مونږ د نزدې ملګري هېواد ازبکستان د ټيکسټائل ??صن??عات او د روايتي ملبوسات د نندارتون پرانسته كوٶ۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان او د ازبکستان صدر به په دې نندارتون كښې په خاص توګه ګډون كوي۔ ده ووئيل د ازبکستان صدر په دوره پاکستان ته راروان دے، و??يراعظم عمران خان ازبک صدر سره ښې اړيكې لري۔ ده ووئيل دا دوره د اهميت وړ ده٬ د دواړو هېوادونو د مشرانو وژن د مېنځنۍ اسياء هېوادونو ته راهداري وركول دي چې ورسره به دوه اړخيزه تجارت او شريكو روابطو ??ه وده ترلاسه شي۔ وفاقي وزير ووئيل ازبکستان سره د ټرين روټ جوړېدو او د پروازو پېل سره به تجارتي اړيكې زياتې شي او دواړه هېوادونه به ترې مس??فيد شي۔ وفاقي وزير ووئيل مغل بادشاه ظهيرالدين بابر هم د ازبکستان نه راغلے ٶ او هم دا سبب دے چې زمونږ اړيكې د تاريخي اهميت لري۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د ازبکستان دورې سره به د دواړو هېوادونو د دوستۍ نوے سفر پېل شي۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير ازبك وزير سره د نندارتون پرانس??ه وكړه۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرتري شاهيره شاهد، د اړوند وزارت او د ازبك سفارت لوړ پوري هم موجود وو۔ په نندارتون كښې د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو او كاروباري شخصياتو په لويه شمېره ګډون كولو۔