ماسکو 24 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان، روسيه سره دوه اړخيزه اړيكو ته خاص ا??مي?? وركوي۔ ۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ په ماسكو كښې د روسيه خپل همڅنګ سرګئۍ لاوروف سره په ملاقات كښې ??ړې?? د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬ د شريكې خوښې په څانګو كښې د مرستې زياتولو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د روسيه خارجه وزير ماسکو ته په تګ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي مننه وكړه۔دغسې دواړو خارجه وزيرانو د پاکستان او روسيه ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخست۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان روسيه سره خپلو اريكو ته خاص ا??مي?? وركوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې پرله پسې قوي كېږي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د پاکستان وزيراعظم عمران خان وژن په رڼا كښې اقتصادي ترجيحات او د سيمه ايزو روابطو ودې په اېجنډا عمل كېږي۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاکستان او روسيه ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ د روسيه خارجه وزي?? د ??فغانستان پحقله د او آئي س?? د خارجه وزيرانو د كونسل د غېر معمولي غونډې په كاميابۍ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د پاکستان قيادت له مباركي وركړه او په 22م او 23م مارچ په اسلام آباد كښې د او آئي س?? د خارجه وزيرانو د كونسل 48مه متوقع غونډې كاميابۍ لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ دغسې خارجه وزير په تود هركلي كولو او د خلوص نه په ډك كوربتوب د روسيه د خپل همڅنګ مننه وكړه۔ خارجه سېكرټري س??ېل محمود او د خارجه وزارت نور لوړ پوري هم په دې موقع موجود وو