اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د تھليسيميا او د وينې نورو رنځونو مخنيوي لپاره د زړه پورې اقداماتو كولو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي دي چې د دې رنځ څخه بچ كېدو لپاره احتياط او خ??رت??ا ضروري ده، په ه??وا?? كښې د پوليو مخنيوي له كاميابۍ سره كمپائن چلولې شوې٬ د غذائي قلت معامله ??م اهمه ده دې ته هم بايد پاملرنه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پېنډۍ كښې د پاتھ ويل بون مېرو ټرانسپلانټ سنټر پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې د پېنډۍ ميډيكل پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر محمد عمر، ډاكټر جمال ناصر، زمرد خان، د پاكستان تھيليسيميا وېلفيئر سوسائټۍ عهديدارو، طبي پوهانو، د غېر سركاري تنظيمونو نمائندګانو او نورو اهمو شخصياتو ګډون وكړو۔ صدر مملكت ووئيل د پاكستان اولس د بشري خواخوږۍ ډېره جذبه لري او په ه??وا?? كښې د شتمندو هېڅ كمې نشته٬ د كرونا په مهال د سمارټ لاك ډاٶن څخه كاميابۍ ترلاسه كړې شوې او د دې برعكس ګرده نړۍ كښې د لاك ډاٶن په ض?? هړتالونه شوي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د خدائے د مخلوق مرسته كوٶنكي لوي څښتن ته ګران دي۔ ده ووئيل د هلو ځلو او درملنو په وخت كولو سره د رنځونو لاره نيولې كېدې شي۔ صدر مملكت ووئيل غذائي قلت او سټنټنګ يوه سنګين مسئله ده كومې ته چې به پام كول وي ، د سټنټنګ اثرات عمر له وي او غذائي كمبوت په وده كولو منفي اغيزه كوي، حكومت په احساس پروګرام كښې دې مسئلې پلو پام ګرځولې دې۔ ده ووئيل د تھيليسيميا مخنيوي لپاره كوټلې اقداماتو ته اړتيا ده دغسې چې د رنځورانو شمېره كښې كمې راوستلې شي، ده د دې رنځ د خپرېدو لاره نيولو لپاره د پاتھ ويل بون مېرو ټرانسپلانټ سينټر او د انتظاميې د هڅو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د پنجاب د صحت وزيرې ډاكټر ياسمين راشد هم په دې لړ كښې ډېر كار كړې دې۔ په دې موقع د پاتھ ويل بون مېرو ټرانسپلانټ صدر مېجر جنرال (ر) صهيب احمد هم دستورې ته وېنا وكړه