اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملك?? فرخ حبيب وئيلي دي نن ن ليګ په پيكا قانون ژاړي، پيكا قانون ن ليګ جوړ كړے ؤ، پيكا قانون جوړونكې په كومه خله وائي چې په دې قانون خبره كولې شي ، ن ليګ د فيك نيوز، بوګس ويډيو او تورونو سياست موجد دے،ن ليګ عمر له د خپلې غلا پټولو لپاره د نورو عزت ته د زيان رسولو هڅې كوي،، هغوې يريږي چې په پيكا آرډيننس د هغوې نور دروغ نشي پټيدې۔ د شورو په ورځ وزير مملك?? فرخ حبيب د مرېم اورنګزيب په بيان خپل غبرګون كښې ووئيل شهباز شريف خپل دروغ ، غلا او كرپشن بچ كولو لپاره د زرداري كور ته رسي??لے?? عمران خان له اولس په 2018م كښ?? لوئ مينډيټ وركړے ، حكومت به خپله آئيني موده پوره ك??ي ،2018 كښې چې كله د پي ټي آئي حكومت جوړ شو نو هغه ورځ څخه مونږ د اپوزيشن د استعفاګانو ، دھرنو او عدم اعتماد خبرې اورو