کراچۍ 21 فروري (اے پي پي) صدرمملکت ډاکټر عارف علوي د کېن??ر مخنيوي لپاره په اولس كښې شعور بېداولو لپاره منظم كمپائن چلولو په حاجت زور رواړلو ??ره وئيلي دي چې دا د كېنسر درملنې ??خه آسان او كم خرڅ دے، پاکستان اټامك انرجي کمېشن د څو لسيزو راهسې د اتومي توان، زراعت او بائيو ټيکنالوجي په څانګو كښې د اتومي ټيکنالوجۍ د استعمال د لارې د ستائنه وړ قامي خدمات تر??ره كوي، په “کرن” كښې د نوي شامل كړې شوې سهولتونو پرانسته كول زما لپاره د خوشحالۍ خبره ده او زه هيله لرم چې دې ??ره به د كراچۍ او شا او خوا سيمو كښې د كېنسر رنځورانو ته زيات ريليف ترلاسه شي۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د كېنسر نړيوالې ورځ م??اس??ت ??ره په كرن روغتون كښې د كېنسر رنځ په اړه د شعور بېدارولو ودې لپاره د دوي ورځني سمپوزيم پرانستې په موقع كړې٬ صدر د اټامك انرجي کېنسر روغتون (اے اي سي اېچ) کراچۍ كښې د كېنسر تشخيص او د درملنې د نوې تنصيباتو هم پرانسته وكړه٬ دا سهولت د پي اے اي سي كراچي انسټي ټيوټ آف ريډيو تھراپي اينډ نيوکليئر ميډيسن (کرن) ??ره تړون لري۔ په دې موقع وړومبۍ مېرمن بېګم ثمنه علوي هم موجود وه