اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين وئېلي دي د ا??صالات او نجكارې كميشن ترمېنځه د ستونزو پائيدار حل لپاره د مخ په وړاندې تللو ضرورت دے۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د ا??صالات انټرنېشنل ګروپ سي اي او حا??م دويدر سره په ملاقات كښې وكړې۔??ه دې موقع د نجكارۍ وفاقي وزير محمد ميا سومرو٬د نجكارۍ كمېشن چيئرمېن٬د خزانې سېكرټري او نور اعلٰی چارو??كي هم موجود وو۔د خزانې وزير د زمكې جاج اخستو په ضرورت زور راوړو۔ده په پاكستان كښې د آئي ټي او ټېلي كام په څانګه كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ په امكانات رڼا واچوله او وې وئېل دا دواړه څانګې په تندۍ سره ??رم??تګ كوي۔ده ووئيل حكومت غېر ملكي سرمايه كار سرمايه كارۍ ته راغب كولو لپاره ترغيبات وركوي۔د ا??صالات سي اي او د زمكو د جائزې زر تر ترسره كولو د عزم پخلے وكړو او په پاكستان كښې يې د آئي ټي او ټېلي كام په څانګو كښې په سرمايه كارۍ كښې خوښي ولرله۔د ملاقات په مهال د ا??صالات او نجكارۍ كمېشن ترمينځه د چارو حل لپاره اتفاق وكړے شو۔د خزانې وزير ووئيل متحده عرب امارات د پاكستان مهم اقتصادي شراكتدار هېواد دے۔پاكستان يو اے اي سره د ورورولۍ اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او پاكستان يو اے اي سره د اړيكو لا قوي كولو خواهش لري