اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي)په چين كښې د پاكستان سفير معي?? الحق وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان د چين دورې په مهال به سيمه ايز صورتحال٬د افغانستان او د كشمير مسئلې په ايج??ډا سرفهرست وي٬وزيراعظم عمران خا?? به د چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي چيانګ سره مهم ملاقاتونه كوي۔د شورو په و??ځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د چينائي قيادت په خاص بلنه په بيجنګ سرمائي اولمپكس كښې ګډون لپاره سركاري دوره كوي او د دستورې په مهال به د بېلو هېوادونو مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي۔معي?? الحق ووئيل د چينائي قيادت سره به د ملاقاتونو په مهال وزيراعظم د سي پېك اعلٰی معيار پرمختګ لپاره د خپل حكومت پوخ عزم پخلے كوي او د پاكستان حكومت لخوا به د بشپړه ملاتړ باوري وركوي۔د پاكستان سفير ووئيل وزيراعظم به د چين اعلٰی كاروباري شخصيات سره هم ملاقاتونه كوي او د پاكستان هاؤسنګ٬آئي ټي او نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ او مرستې رامخې ته شوو امكاناتو به د خيالاتو څرګندونه كوي۔ده ووئيل دواړه هېوادونه په افغانستان كښې د امن او استحكام په هڅو كښې نزدې مرسته كوي٬د دواړو هېوادونو مشرتابه به د افغانستان په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه كوي