اسلام آباد 31 جن??ري (اے پي پي) د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئېلي دي چې وزيراعظم عم??ان خان د پاكستان مسلم ليګ(ن)او پاكستان پيپلز ګوند پشمول د نورو اپوزېشن ګوندونو سياست ختم كړې٬ اپوزېشن د خپل سياست بچ كولو لپاره د عم??ان خان په ضد يو شوي٬اپوزېشن سره د موجوده حكومت ختمولو لپاره نه په ايوان كښې او نه د اولسي طاقت لري٬حكومت به غېر د څه خنډ نه خپله آئيني موده پوره كوي۔د ??ل په ورځ نجي ټي وي چي??ل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم عم??ان په مشرۍ كښې د حكومت د پوهې پالېسو په سبب د هېواد معيشت قوي كېږي او د هېواد په ټولو څانګو كښې معاشي اشاريې مثبت په نظر راځي٬برآمدات٬ترسيلات زر او زرمبادلې په ذخيرو كښې اضافه كېږي او د كركيلې څانګه او صنعتونه پرمختګ كوي