اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان به (نن)د جمعې په ورځ د قامي سلام??يا پالېسۍ 26-2022 اجرا كوي۔د پالېسۍ مركزي فريم ورك وګړو ته بنيادي آسانۍ وركول او معاشي سېكورټي دے دغسې چې پاكست??ن په اقتصادي توګه محفوظ او مستحكم جوړ كړے شي۔وزيراعظم عمران خان به د كلاسفائيډ قامي سلام??يا پالېسۍ پبلك ورژن اجرا كوي كوم چې د پاكستان قامي سلام??يا پالېسۍ وړومبنے دستاويز ??ے۔ د قامي سلام??يا پالېسي جغرافيائي حكمت عملي ته پام لرنې سره د جيو اكنامك ويژن عكاسي كوي او په دې خبر زور راوړي چې د شريك احترام او يو ډول خپلواكۍ په بنياد د پاكستان د خارجه پالېسي او فوجي صلاحيت وړومبے مقصد منطقه او د دې څخه بهر امن او استحكام دے۔د پالېسۍ جوړولو په عمل كښې ټولو سټيك هولډرز سره بلها مشورې شوي او د قامي سلام??يا پوهانو پشمول 600 څخه زياتو كسانو څخه رائے اغستې شوي۔د وزيراعظم د قامي سلام??يا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف ووئيل زمونږ د قامي سلام??يا سوچ اقتصادي او د وسيلو ودې ذريعې په ګوته كوي دغسې چې د پاكستان روايتي او غېر روايتي سلام??يا په وخت مضبوطه كړې شي۔د قامي سلام??يا پالېسۍ په مهمو مقاصدو كښې د قامي همغږۍ معاشي سباؤن تحفظ٬دفاع او سيمه ايزه سالم??يا ٬داخلي سلامتيا٬بدلې شوې نړۍ څخه د همغږۍ خارجه پالېسي او انساني سلام??يا شامل ده۔د دې پالېسۍ مقصد د پاكست??ن پرمختللو او كم پرمختللو سيمو ترمينځه اقتصادي٬د بهر عدم توازن٬سماجي او اقتصادي عدم مساوات او جغرافيائي تفاوت پشان درې سنګين چېلنجونه لرې كول دي۔د داخلي سلام??يا په اړه په پالېسۍ كښې د رياست رټ باوري كول٬ترهه ګري٬انتهاخوښي او د تشدد رويو او په قامي بنيادونو د تفريق په ضد عدم برداشت او د منظمو جرائمو لعنت په خاتمه زور راوړلې شوې ۔د قامي سلام??يا پالېسي به په نړيواله كچه د پاكستان د ګټو او د دريځ دفاع كوي۔دغسې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير شخړې منصفانه او پرامن حل د هېواد سلام??يا لپاره مهم ګرځولے شوے