اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي)د غذائي تحفظ وفاقي وزير سيد فخر امام او نورو وئېلي دي 34 لكه بهرنيو كسان?? ته په مقبوضه كشمير كښې ډوميسائل وركړے شوي ٬د مودي حكومت په كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلوي٬كشميريانو تر نن ورځې د هند تسلط نه دے تسليم كړے٬قائداعظم وئېلي وو پاكستان د كشمير نه بغېر نامكمل دے۔د جمعې په ورځ د فرينډ آف كشمير انټرنېشنل تر سيوري لاندې كشمير كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل نړيوالې مېډيا هم ليكلي چې كشمير يو متنازعه سيمه ده۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان 38 دقيقې په ملګرو ملتونو كښې خطاب كړے او د كشمير كيس يې په بشپړه ډول وړاندې كړے٬مونږ پاكستانيان چې چرته هم ځوو په كشمير خبره كوو۔ده ووئيل په منطقه كښې درې نيوكليئر پ??ور موجود دي٬هند او پاكستان دواړه نيوكليئر پ??ور دي۔سېنېټر دنيش كمار وئېلي دي تر څو چې كشمير آزاد نه وي د پاكستان آزادۍ نامكمله ده٬د فكر خبره ده چې كوم هم هېواد د شه رګ نه بغېر څنګه ژوندے وي ۔ده ووئيل كشميريانو د پاكستان سلامتيا لپاره قربانۍ وركوي٬د غېر مسلم په حېث او د بلوچستان په حېث زه تاسو له باور دركوم چې مونږ ??اسو سره ولاړ يو چې كله هم كشمير ته ز??ونږ ??رورت وي مونږ ??ېر مسلم به د ټولو نه وړاندې يو۔ده ووئيل كشمير يوازې د مسلمانانو مسئله نه بلكه د انسانو مسئله ده٬زه كشميريانو وروڼ?? ته باور وركوم چې چرته هم كشمير ته ضرورت وي مونږ ټول اقليتي پارليمنټرين به ستاسو سره ولاړ يو۔كشمير كنفرنس كښې سېنېټر فرحت الله بابر٬د آزاد كشمير پ??واني صدر سردار مسعود احمد او نورو سياسي او حريت لارښودو هم ګډون كولو۔