اسلام آباد 14دسمبر(اے پی پی)د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار شوكت تر??ن وئېلي دي دا مهال د هېواد معيشت 5 فيصد پلس زياتوالي پلو روان دے او پاكستان تل پاتي معاشي استحكام مومي٬ د كامياب پاكستان پروګرام له مخې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د قرض وركولو عمل پېل كړے شوے او راتلونكو لسو نه تر پنځلسو ورځو كښې به د 40 نه تر 50 كروړه روپۍ وېشلې شي٬د بهرنو هېوادونو څخه راغلو پیسو او د ډالرز په بيعه كښې د كمي او زياتې څخه بېنكونو په اربونو ډالره ګټلي٬پرائيوېټ بېنكونو چې څه كړي هغه غلط وو٬د اسټېټ بېنك سره په ګډه پرائيوېټ بېنكونو ته وئېلي شوي كه بيا داسې وشول نو حكومت به سخت ايكشن اخلي۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل د هېواد په بېلو څانګو كښې معاشي اشاريې ګټورې ښكاري ٬په ريونيو كښې 35 او په انكم ټېكس كښې 32 فيصد زياتوالے شوے او د تېر كال په نسبت د برېښنا استعمال 13 فيصد زيات شوے او د كركيلې هم پنځه ښه فصلونه رامخې ته شوي كوم چې د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې استحكام راځي۔شوكت تر??ن ووئيل دا مهال درآمدي ګراني ده٬په نړيواله كچه تېل٬د خوراكي تېلو٬سكرو او د سټيل په بيعه كښې د زياتوالي په وجه په پاكستان هم اثر پريوتے خو په نړيواله كچه ?? څيزونو بيعه پرله پسې كمېدل پیل شوې چې په سباؤن كښې به نوره هم كمه شي۔ده ووئيل حكومت د ټ??لنې كمزور طبقې له رېليف وركولو ته پام لرنه كوي