اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ خاص مرستيال او د پا??ست??ن علماء کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د افغانستان په صورتحال په 17 دسمبر د اسلامي مشرانو تنظيم (او آئي سي) خارجه وزيرانو غونډه رابللې شوي، د افغانستان په مسئله د پا??ست??ن موقف ټولې نړۍ تسليم كړے ، افغانستان كښې د ناامنۍ سره نه يواځې سيمه بلكه ټوله نړۍ ځپلې كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پرېس کنفرنس په مهال وكړه۔ حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل د افغانستان په مسئله د پا??ست??ن موقف نن ټولې نړۍ منلے ،زمونږ خارجه وزارت د وزيراعظم عمران خان هدايات له مخې په بشپړه ډول د افغانستان مسئله د نړۍ په وړاندې پورته كړې۔ د?? ووئيل پا??ست??ن خپل موقف واضح کړے چې د افغانستان امن د پا??ست??ن امن دے او افغانستان كښې كه ناامني پيدا كېږي ، هلته صورتحال خرابېږي نو دې سره به نه يواځې د سيمې هېوادونه بلكه ټوله نړۍ ځپلې كېږي، ده ووئېل په تير وخت كښې دا هر څه مونږ ليدلي ۔ده ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم مشري دا مهال سعودي عرب سره ده ، وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب خپلې دورې په مهال د سعودي ولي عهد سره ملاقات كښې د پا??ست??ن اصولي موقف څخه هغه خبر كړے ۔ده ووئيل مونږ په دې خبره باور لرو چې په دې لړ كښې كه كوم اختلافات وي نو هغه دې د خبرو اترو د لارې لرې كړے شي۔ حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل د افغانستان په صورتحال د او آئي سي غونډه په 17 دسمبر رابللې شوي كومه چې خوشبينه ده، پا??ست??ن د دې غوندې د كوربتوب وړانديز كړے ؤ او خارجه دفتر به په دې اړه خپل موثره کردار ترسره كوي۔