اسلام آباد 15 نومبر (اے پ?? پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي حکومت د بلوچستان پرمختګ لپ??ره خصوصي ګامونه پورته كوي٬ بلوچستان لپ??ره خاص پرمختيائي پېكج سره به په صوبه كښې خوشحالي راشي٬ د حكومت د قرضو سكيم په اړه دې د خصوصي كسانو او ځوانانو لارښودنه وكړې شي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د دې خيالاتو څرګندونه ګورنر هاٶس كوئټه كښې د خصوصي وګړو خېرښګړې لپ??ره د پورته كړې شويو ګامونو په اړه د بريفنګ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د بلوچستان ګورنر سيد ظهور آ??ا، و??ير??علی مير عبدالقدوس بزنجو او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ صدر مملکت ووئيل خصوصي وګړي د ټولنې ګټور او د كار كسان جوړول ضروري دي، د دوئي هنرمند جوړولو لپ??ره به د ووكېشنل ټرېننګ سېنټرز دائره كار پراخه كول وي، دوي د ټولنې اهمه برخه دي د كومو چې هنر مند جوړولو ته اړتيا ده۔ ډاکټر عارف علوي ووئېل پرمختيائي پېكج سره به د صوبې د محرومۍ ازاله كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل د بلوچستان ځوانان دې د حكومت لخوا د كاروباري قرض سكيمونو څخه ګټه پورته كړي۔ صدر مملکت امر وكړو چې د حكومت د قرضو سكيم په اړه دې د خصوصي وګړو او د بلوچستان ځوانانو لارښودنه وكړې شي