اسلام آباد 17 اکتوبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د پېنډې اسلام آباد فو??و جرنلسټس اېسوسي اېشن صدر سهېل ملك، سېكرټري جنرل جاوېد قرېشي او نورو نويو ټاكل شويو مشرانو ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې فو??و جرنلس??س په مېډيا كښې مهم كردار لري، فو??و جرنلس??س په هره موقع تر ټولو وړاندې وي. د اتوار په ورځ د مباركې په پېغام كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې خبريالان، فو??وګرافرز او مېډيا وركرز په صحت انصاف كارډ او هاٶسنګ سكيم كښې شاملوو. ده ووئيل چې د اطلاعاتو او خپرونو وزارت به د خبريالانو او فو??و جرنلسټس تربيې او د كار استعداد زياتولو لپاره ټولو اړوند ډلو سره په ګډه كار كوي. ده هي??ه څرګنده كړه چې نوي ټاكل شوي مشران به د فو??و جرنلسټس خېر ښېګړې او وظيفه اي خدماتو كښې اسانيې وركولو لپاره كليدي كردار ترسره كړي.