كراچي 12اکتوبر (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د هېواد د وروستو پاتې سيمو ماشومانو له تعليم وركولو لپاره هڅې كوونكې فلاحي ادارې پ?? حقيقي توګه د رياست په ذمه وارۍ كښې شريكې دي او د ټولنې پ?? ټولو اړوندو طبقو لازم ده چې هغوي د خېرښېګړې پ?? دې كار كښې مرسته وكړي۔صدر د دې خيالاتو څرګندونه غېر منافع بخش ګرين كريسنټ ټرسټ(جي سي ټي)پلاوي سره د ملاقات په مهال كړې چا چې د نهې پ?? ورځ د كراچۍ په ګورنر هاؤس كښې هغه سره ملاقات كړے۔د پلاوي مشري د جي سي ټي چيف ايګزېكټو افسر زاهد سعيد كوله۔په دې موقع په خپله وېنا كښې صدر ووئيل په سكولونو كښې د ماشومانو تعليم لپاره د كلتوري بدلون ضرورت دے۔ده د ګرين كريسنټ ټرسټ لخوا د تحقيق او پرمختګ هلې ځلې وستائېلې دغسې چې وسائل زيات نه زياتو كارولو په اړه شعور پېدا كولو له د وفاقي حكومت او د ټولو وفاقي برخو لخوا په زده كړو خرڅ كېدونكې وسائل رامخې ته كړے شي ۔صدر ووئيل د م??يا??ي زده كړې لپاره د استاذانو تربيه ضروري ده۔ده ووئيل جي سي ټي د تېرو 27 كلونو څخه د سندھ په كم پرمختلليو سيمو كښې د 150 نه زيات د خيرات?? سكولونو جال خپور كړے چې پ??ښې د 29000 بې ??زل?? كورنيو ماشومان شامل دي