اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزيړ او د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر مشر اسد عمر وئيلي دي چې نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر په 8 ښارونو كښې د كورونا په بندېزونو كښې د نرمې كولو پرېكړه كړې، اوس به د بندېزونو پرېكړه د واكسين لګوونكو په ??مې??ه كېږي، په مكمل وېكسي نېشن نه كوونكو به د اكتوبر د وړو??بې نېټې نه بندېزونه لګولې شي. د شورو په ورځ د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان سره يو ځائ خبري كانفرنس ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير اسد عمر ووئيل چې د اكتوبر د وړو??بې نېټې څخه به اېن سي او سي جاج اخلي چې په كومه ضلع يا ښار كښې څومره واكسين لګول شوي دي او د بندېزون?? لګولو يا نه لګولو پرېكړه به كولې شي. ده ووئيل چې په اتو ښارونو كښې په اېس ا?? پيز كښې د نرمې اعلان شوے. په دې ښارونو كښې كوئټه، پېښور، اسلام آباد، پېنډې، ميرپور، مظفرآباد، ګلګت او سكردو شامل دي. ده ووئيل چې په 8 ښارونو كښې به د كورونا په بندېزونو كښې د اكتوبر د وړو??بې نېټې نه نرمي كېږي. ده ووئيل چې د اكتوبر د وړو??بې نېټې نه به په بالغ واكسين نه لګوونكو ګڼ ??مې?? بندېزونه لګولې شي. ده ووئيل چې واكسين د كورونا څخه د نجات يواځنې حل دے. ده ووئيل چې د اكتوبر د وړو??بې نېټې نه چې كوم بندېزونه لګول كېږي، هغه به واكسين نه لګوونكو لپاره وي. ده ووئيل چې په كومو ښارونو كښې په بندېزونو كښې نرمي كولې شي، هلته به په انډور اجتماعاتو كښې د 300 خلقو د ګډون اجازه وي. په آٶټ ډور اجتماعاتو كښې به د 1000 كسانو د ګډون اجازه وي. ده ووئيل چې د اكتوبر د وړو??بې نېټې نه په اتو ښارونو كښې مزارات پرانستل كېږي. په اتو ښارونو كښې به پوره اونې د وادونو اجازه وي. ده ووئيل چې په نورو ټولو ښارونو به د اكتوبر تر 15مه نېټه بندېزونه وي. ده ووئيل چې په دې اتو ښارونو كښې 40 فيصد وېكسي نېشن ترسره شوے. ده ووئيل چې په ټول هېواد كښې 8 كروړه واكسين لګول شوي دي. ده ووئيل چې سېنما هال ته به يوازې واكسين لګوونكي تللې شي. په دې موقع د وزيراعظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلط??ن ووئيل چې مېرمنې د هېواد د آبادې 50 فيصده برخه دي. ده ووئيل چې مونږ غواړو چې په برابر ??مې??ه بلكې په زياته ??مې??ه مېرمنې واكسين ولګوي. ده منفي پروپېګنډه رد كولو سره ووئيل چې امېدوارې مېرمنې د كورونا واكسين څخه كوم خطر نه لري، واكسين به دوي لپاره زيات مرسته كوونكي وي. ده ووئيل چې د 12 كاله يا د دې نه د زيات عمر ماشومانو لپاره هم د واكسين لګولو اعلان شوے خو د تعليم لړې به روانه ساتلې شي. ماشومانو ته به دا واكسين وړيا لګولې شي.