اسلام آباد 23ستمبر (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي پاكستان او سعودي ع??ب نزدې خپلولې لري٬دواړه هېوادونه د مذهب٬ تاريخ او ورورولۍ نه ختمېدونكي خپلولې لري٬سعودي ع??ب سره زمونږ اړيكې د پاكستان د آزادۍ څخه د وړاندې وختونو دي٬د وزيرعظم عمران خان او د شهزاده محمد بن سلمان د لارې د دواړو هېوادونو د اړيكو يو نوے سفر شروع شوےد ٬پاكستانے اولس د مكې او مدينې منورې سره د زړه مينه لري ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د سعودي ع??ب 91مې قا??ي ورځې په موقع سېمينار ته په خپل خطاب كښې وكړ ه۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل په كال 1932 كښې سعودي ع??ب د حجاز او نجد سره په تړلو د سعودي ع??ب قيام په ع??ل كښې راغلو كوم چې نه يوازې په مينځني ختيز بلكې د نړۍ په تاريخ كښې مهم مقام لري ۔ده ووئيل شاه عبدالعزيز په 1902 كښې رياض او په 1903 كښې الحصه فتح كړه او حجاز او نجد يې يو بل سره وتړل او دغسې آل سعود د يو نوي هېواد بنياد كېښودو ۔د هغوي تاريخ حېرانونكے دے چې په كوم ډول يې د سعودي ع??ب بنياد كېښودو۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د پاكستان او سعودي ع??ب اړيكې د پاكستان د آزادۍ نه د وړاندې وحتونو دي٬په كال 1940 كښې كله چې شاه عبدالعزيز د خپلو پنځو وروڼو سره كراچۍ ته ??اغلو نو زمونږ سعودي ع??ب سره اړيكې جوړې شوې۔ده ووئيل په كال 1946 كښې چې كله په بنګال كښې قحط راغلو نو سعودي ع??ب د قائداعظم محمد علي جناح(رح)په خواست 10 زره د برتانېي پاؤنډز آل انډيا مسلم ليګ ته ??طيه كړل۔د كال 1946 په آخر كښې كله چې د آل انډيا مسلم ليګ لارښود د ملګرو ملتونو په غونډه كښې ګډون لپاره لاړل نو د هغوي پلاوې يې د داخلېدو څخه ايسار كړو٬هغه مهال شاه عبدالعزيز د ملګرو ملتونو عهديدارو په درناوي كښې د ماسخښتن په مېلمستياﺀ كښې د آل انډيا مسلم ليګ پلاوې راوبللو او په ملګرو ملتونو كښې ئې د هغوي د داخلېدو لاره سمه كړه۔ده ووئيل شاه عبدالعزيز چې كرنګ تعلق د قائداعظم٬آل انډيا مسلم ليګ لارښودو سره ؤ هغه د پاكستان د تاريخ يوه مهمه برخه ده۔وفاقي وزير ووئيل د كال 1960 نه پس د پاكستان سعودي ع??ب سره دفاعي اړيكې جوړې شوې٬د هغې اړيكو يو خپل تاريخ دے۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان او د شهزاده محمد بن سلمان د لارې د دواړو هېوادونو د اړيكو يو نوې سفر شروع شوېےهيله ده چې دا اړيكې به يو نوې لار او نوې منزل ته ورسي۔ده ووئيل د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي د سعودي ع??ب او پاكستان اړيكو مستحكم كولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ده ووئيل پاكستان سعودي ع??ب سره خپلولي لري٬د پاكستان د هر كس په زړه كښې د مكې او مدينې منورې لپاره ډېره مينه شته ٬ انشاﺀ الله دا اړيكې به لا مستحكمې شي