دوشنبے 16 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خ??ن په پاك??تا?? كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د كاروبار او سرمايه كارې اسانيې په ډاګه كولو سره وئيلي دي چې د منطقې او په خاص توګه د تاجك??تا?? سرمايه كار د دې موقعو څخه استفاده كولې شي، سيمه ايزو او نړيوالو سرمايه كارو ته به د پاك??تا?? حكومت هر ډول ممكنه اسانيې وركوي چې ورسره به نه يوازې معيشت بلكې اولس ته هم ګټه ورسي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پاك??تا?? او تاجك??تا?? بزنس فورم ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داٶد هم موجود و. د دوه اړخيزه تجارت زياتولو په اړه د اهميت وړ دا فورم د تجارت وزارت، د سرمايه كارې بورډ او د پاك??تا?? د ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ په مرسته وشو. په فورم كښې 67 پاك??تا??و او 150 تاجك كمپنو ګډون وكړو. وزيراعظم په خپله وېنا كښې ووئيل چې د پاك??تا?? څخه 67 كمپنې تاجك??تا?? ته راغلې دي. د دواړو هېوادونو تجارانو ته اسانيې وركولو لپاره به اقدامات كولې شي او په كاروبار كښې به اساني پېدا كولې شي. ده و??ئيل چې په تاجك??تا?? كښې د توان او په خاص توګه د اوبو څخه د برېښنا پېدا كولو ډېرې موقعې موجود دي.له بده مرغه په پاك??تا?? كښې برېښنا ګرانه ده، د ارزانې اوبو څخه د برېښنا نه استفاده كول غواړو. بايد په كاسا -1000 پروژه كار ګړندې شي. د پروژې زر ترسره كېدل غواړو. ده و??ئيل چې د 80 مليونه ډالرو شريك تجارت د دواړو هېوادونو د حقيقي صلاحيت نه ډېر كم دے. ده و??ئيل چې حكومت كاروبار لپاره مناسب اسانيې وركوي او په دې لړ كښې به خنډونه لرې كولې شي او په كاروبار كښې به اسانيې پېدا كولې شي. وزيراعظم ووئيل چې د دوه اړخيزه تجارت ګټه به نه يوازې معيشت ته بلكې اولس ته هم ورسي. د افغان??تا?? د صورتحال ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل چې د 40 كاله جنګ نه پس امن راغلے. د جامع حكومت جوړېدو سره به په خپلو كښې روابط زيات شي. په بزنس فورم كښې د پوښتنو او ځوابونو ناسته هم وشوه چې پكښې وزيراعظم عمران خان او د تجارت سلاكار عبدالرزاق داٶد د كاروباري شخصياتو د پوښتنو ځوابونه وركړل او په پاك??تا?? او منطقه كښې ئې كاروباري موقعې په ډاګه كړې