اسلام آب??د۔12ستمبر (اے پی پی) هند په پاكستان كښې د ترهګرۍ مالي مرسته ٬ منصوبه بن??ي او كارروائۍ كوي او پاكستان په ګرد هېواد كښې ترهګر بريدونو كښې د هند د ككړ كېدو كوټلي ثبوتونه وړاندې كړي دي۔ د كشمير ميډيا سروس لخوا نن جاري كړې شوي يو رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې هند د افغانستان خاورې څخه د پاكستان په ضد ترهګرۍ ته وده وركولو سره د نړيوالو لوظنامو خلاف ورزي كړې ده۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي چې پاك افغان پولې ته نزدې هندي قونصل خانې جوړې كړې شوې چې مقصد ئې پاكستان كښې ترهګر بريدونه كول وو۔ رپورټ كښې په دې خبره د افسوس څرګندونه شوې چې هند د پاكستان په ضد د خپلو ناوړه ارادو تكميل له د داعش او ټي ټي پي په ډول عناصر د خپل آله ??ار په توګه كارولو له د دوئي ملاتړ او تربيه كړې۔ رپورټ كښې وئيلې شوي چې هند د پاكستان شهرت ته زيان رسولو له د لاهور چاؤدنو ٬ داسو او ګوادر بريدونو او نورو ترهګرو كارروائيو منصوبه بن??ي وكړه خو افغانستان كښې د طالبانو د فتحې نه وروسته د پاكستان په ضد د مودي ټولې منصوبې ناكامه شوې