اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي كه تاسو د خبريالانو دومره خېرخواه ئې نو بل??ول دې ووائي چې د بشري حقونو د قائمه كمېټۍ چيئرمېن په حېث ده پروټيکشن آف جرنلسټس اېنډ ميډيا پروفيشنلز بل ولې ځنډولے ساتلے، جرنلسټ پروفېشنل اېنډ پروټيکشن بل په قائمه کمېټي كښې ايسار دے چې زيان ئې خبريالانو او ميډيا وركرز ته رسي٬ چې دا قانون جوړ شي نو خبريالانو ته به سل فيصده تحفظ ترلاسه شي، پي اېم ډي اے د لارې خبريالان ا?? د ميډيا وركرز تنخاګانې په وخت ادا كولو او د دوي د نوكرو تحفظ باوري كړے شوے۔ د نهې په ورځ د بل??ول بهټو د بيان په غبرګون كښې فرخ حبيب ووئيل اپوزيشن تنقيد برائے تنقيد له مخې د پي اېم ډي اے مخالفت كوي٬ په پي اېم ډي اے كښې د خبريالانو او ميډيا وركرز تربيه لازمي ګرځولې شوې ، په معاشي استحص??ل به په 21 ورځو كښې پرېكړه ترلاسه كولې شي٬ د الېكټرانك ميډيا خبريالانو او ميډيا وركرز ته به د خپلو حقونو لپاره موثره پلېټ فارم په لاس ورشي۔ ده ووئېل بل??ول بهټو د پاکستان ميډيا ډويلپمنټ اتھارټي (پي اېم ډي اے ) بل د لوستلو نه غېر رد كولو سره د سياسي نا پوهې ثبوت وركړے ۔ بل??ول دې ووائي چې په سندھ كښې د اجے لالواني او د عزيز مېمن پشمول په خبريالانو د بريدونو او د خبريالانو د قتل په پېښو ت?? اوسه كاروائي شوې ؟ ٬ په پراسراره خاموشۍ به خبريالې ورورولۍ او د ځپلو خبريالانو كورنيو څخه بخښنه غواړې ۔ ده ووئيل پيپلز پارټي پرله پسې په درېم ځل په سندھ حكومت كوي خو د سندھ د اولس مسئلې هم ھغسې دي٬ تر نن د كراچۍ پشمول د سندھ اولس ته د څښلو اوبو نه وركوٶنكې په كومه خله په وفاقي حكومت تنقيد كوي