اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د نهې په ورځ د برتانيې وزيراعظم بورس جانسن ټېليفوني رابطه كړې۔دواړو مشرانو د افغانستان په تازه صورتحال خبرې وكړی۔د خبرو په مهال وزيراعظم عمران خان پاكستان لپاره د سوله ايز او مستحكم افغانستان په اهميت زور راوړو۔ده په دې خبره هم زور راوړو چې د ټولو افغانانو تحفظ سلامتيا او د حقونو احترام باوري كول ډېر مهم دي۔وزيراعظم په افغانستان كښې د يو جامع سياسي حل په اهميت هم زور راوړو۔وزيراعظم عمران خان د افغانستان څخه ??فارتي٬د نړيوالو ادارو د عملې او د نورو خلكو په انخلا كښې د پاكستان مثبت كردار په ډاګه كړو۔دواړو مشرانو په افغانستان كښې د بد??ېد??نكي صورتحال په اړه په رابطو كښې په اوسېدو اتفاق هم وكړو۔په دوه اړخيزه تناظر كښې وزيراعظم عمران خان د پاكستان لخوا په كووېډ قابو موندلو لپاره په شويو اق??ام??تو رڼا واچوله او وې وئېل چې اړوند ډېټا برتانيې سره شريكه كړې شوې وه۔وزيراعظم د بورس جانسن څخه پاكستان د رېډ لسټ څخه ?? ويستلو غوښتنه هم وكړه۔