اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د ك??مي?? د آزادې ورځ لرې نه ده، مونږ به دا ورځ ضرور وينو، د هند غېر قانوني قبضې په ضد د ك??مي??يانو هڅې منصفانه او بې لوثه دي. د نهې په ورځ د ك??مي?? د شهيدانو ورځې په موقع په ټويټر خپل پېغام كښې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د ك??مي?? د شهيدانو په ورځ خپلو ك??مي??يانو وروڼو او خوېندو ته سلام كوم، د كال 1931م د جولائي د 13مې نېټې د شهيدانو روح د دوي ځاے ناستو ژوندے ساتلے كوم چې د نړيوالې ټولنې لخوا د تسليم كړي د خپلواكې حق غوښتنه كوي. ده ووئيل آزادۍ لپاره د مېړنو ك??مي??يانو هلې ځلې اوس هم روانې دي. د هند د غېر قانوني قبضې په ضد د ك??مي??ي اولس جنګ منصفانه او بې لوثه دے. ده ووئيل پاكستان به تر آزادۍ د ك??مي??يانو سفارتي، سياسي او قانوني مرسته روانه ساتي . د آزادې ورځ لرې نه ده، ان شاء اللہ مونږ به ئې ضرور وينو.