اسلام آباد۔9 جولائی(اے پی پی)كاناډا كښې پاكستاني هائي كمشنر رضا بشير تارړ وئيلي پاکستانۍ ټولنه د پاکستان او کاناډا تر منځ د پل رول لوبوي. د جمعې په ورځ د مخه ښې دستورې ته خطاب كښې رضا بشير تارړ كاناډا كښې پاكستانۍ ټولنې او د ټولنې نمائنده او فعاله پارليماني غړو ته دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې د پل كردار په ترسر?? كولو د عقيدت پېرزوئينې وړاندې ??ړې۔ د خپلو ذمه وارو ترسر?? كولو په پايه كښې پاکستان اپلائېټډ چېمبر آف ټرېډ د هائي كمشنر په درناوي كښې دستوره وكړه۔ هغه ووئيل كاناډا كښې پاكستانۍ ټولنه او دې ??ولنې سره تعلق لرونكي پارليماني غړي د دې خبرې ګواه دي چې ټولنه څنګه يو دليل او قوت سره دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې خپل كردار ترسر?? كولې شي۔ دستوره كښې كاناډا كښې د پاكستانۍ ټولنې لارښودو په شمول پارليماني غړو سلمی زاهد، اقرا خالد، سمیر زبیری،میری فرانس لالوند، چندرا آریا، د اټاوا قونصلر ایل چنټیری او نورو ګڼ شمېر پاكستان??ان?? هم ګډون وكړو۔ خپل خطاب كښې هائي كمشنر رضا بشير تارړ ووئيل د خپل سفارت په دور كښې دوه اړخيزه اړيكو كښې بهترۍ له او په دې ??اره كښې په پېښو ستونزو قابو موندلو كښې كميونټۍ زما مرسته كړی۔ هغه ووئيل پاكستانۍ ټولنې پرله پسې خوارۍ كولو سره په كېنېډين ټولنې او حكومت خپل بشپړه كردار منلے دے ٬ لندن انتاریو كښې د سلمان افضال كورنۍ دړدېدلې پېښې نه وروسته د كاناډا حكومت او اولس پاكستانۍ ټولنې سره د يو والي څرګندونه د دې ښكاره مثال دے