اسلام آباد 14جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب وئيلي د وزيراعظم عمران خان د سندھ 14تر ټولو زياتو وروستو پاتې ضلعو سماجي او معاشي پرمختګ لپاره د 446 اربه ??وپو پېكېج يوه ډالۍ ده، وفاقي حكومت په عام اولس د اضافي بوج اچولو نه غير د محصولات هدف زيات كړے، صوبائي شيئر به 2704 اربه څخه زياتولو سره 3412 اربه ??ه رسولې شي،دا اضافه 25 فيصده ده،پرله پسي دريم ځل او په خاص توګه د تېرو دوه نيمو كلونو په مهال پيپ??ز ګوند سندھ كښې ډيلور كولو كښې ناكامه شوې، د كراچۍ پشمول د ټول سندھ اولس د پيپ??ز ګوند كرپشن، غلا ،جعلي اكاؤنټس څخه تنګ شوي۔ د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې دوهم وزير فرخ حبيب ووئيل اندرون سندھ كښې د غريبۍ ، ناوړه رنځونو ټول ريكارډ مات شوې خو بې حسه سندھ حكومت څه هم نه دي كړې، اوس اولس د هغوي په ضد ودريدلي دي۔ده ووئيل عمران خان د سندھ پشمول د ټول هېواد وزيراعظم دے او يو ډول پرمختګ غواړي، د هېواد ټولو برخو له يو ډول موقعې وركولو لپاره ح??ومت عملي اقدامات كوي۔ ده ووئيل بيلو سيمو كښې فرق ختمولو لپاره جنوبي بلوچستان له 20 اربه،كراچي ټرانسميشن پلان لپاره 98 ، ګلګت بلتستان ډويلپمنټ لپاره 40 اربه ??و د سندھ 14 ضلعو لپاره 19.5اربه ??ېلې شوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د سندھ 14پسمانده ضلعو سماجي او معاشي پرمختګ لپاره 446 اربه ??وپۍ پېكج يوه ډالۍ ده، د سندھ دغه ترجيحي ضلعو كښې بدين،حيدرآباد،لاړكانه،ټنډويار، دادو،جيكب آباد،ميرپور خاص،ټنډو محمد خان، ګھوټكي ،خير پور، نوشهرو فېروز، سانګھړ، شكار پور او سكھر شامل دے، د دې منصوبو بشپړېدو سره به ?? اول??ي سوكالۍ يو نوے دور پېل شي