اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) خا??جه وزير مخدوم شا?? محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان او چين قيادت د سي پېك له مخې د روانو منصوبو په وخت د بشپړولو عزم لري٬ خاص ??قتصادي زونز كښې د بهرنيو سرمايه كارو پام راګرځولو لپاره د خ??ص مراعاتو وړاندېز كوٶ ۔ وفاقي وزير دا خبرې پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ سره كړې چا چې د زيارت په ورځ وفاقي وزير سره په خا??جه وزارت كښې ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال د پاك چين د كامياب سفارتي اړيكو د اويا كاله تر سره كېدو دستورو پشمول په سي پېك كښې په پېشرفت او د سيمه ايزې سلامتيا په چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د چين سفير د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اويا كالو د سفارتي اړيكو پحقله دستورو كښې په بشپړه مرسته د خا??جه وزير مننه وكړه ۔ خا??جه وزير ووئيل د سي پېك له مخې جوړېدونكې خاص ??قتصادي زونز به نه يوازې د دواړو هېوادونو بلكې ټوله منطقې لپاره د پرمختګ سبب جوړ شي۔ شا?? محمود قرېش?? ووئيل مونږ په دغه خاص ??قتصادي زونز كښې د بهرنيو سرمايه كارو پام راګرځولو لپاره د خ??ص مراعاتو وړاندېز كوٶ۔ خا??جه وزير د كرونا په ضد جنګ او د واكسين په وركولو د چين د معاونت ستائنه كولو سره د چين د قيادت مننه وكړه۔