اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره په پيكو كانفرنس كښې ګډون كولو لپاره راغلي د افغانستان د اولسي جرګې سپيكر مير رحمان رحماني افغان پارلماني پلاوي سره يو ځائ د ګل په ورځ ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو، شريك تجارت او د منطقې د معاشي صورتحال پشمول په پي اے اي سي او كانفرنس خبرې وشوې. په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل چې د افغانستان او پاكستان ترمېنځه مستحكمې اړيكې او سيم?? ايز امن او استحكام ضروري دے، د دواړو هېوادونو د پارلماني رابطو اضافې سره به دوه اړخيزه اړيكې مستحكمې شي. ده و??ئيل چې پاكستان يو سول?? ايز او مستحكم افغانستان ليدل غواړي. په دې موقع افغان سپيكر ووئيل چې افغانستان پاكستان سره د ورورلې اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او دا اړيكې لا قوي كول غواړي. ده و??ئيل چ?? په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے