اسلام آباد۔31مئی (اے پی پی) د وز??راعظم پروټېكټډ اېرياز پروګرام ترسېو??ي لاندې ګلګت بلتستان كښې د دوه قامي پاركونو پرمختګ منصوبې سره به سيمه كښې سېلګرۍ او روزګار ته وده ترلاسه شي۔ هماليه نېشنل پارك او نانګا پربت نېشنل پارك نزدې په څلور زره مربع كلوميټر محيط دي كوم چې د ګلګت بلتستان مجموعي زمكې په 5 فيصده مشتمل دي۔ وزیراعظم عمران خان د قدرتی ??اپېرچل بحالۍ او تحفظ هڅو برخې په توګه په زياته لوړه سيمه پرتو د دې دوه قامي پاركونو په دې ورستيو كښې پرانسته كړې وه۔ دې سره سره ګلګت بلتستان كښې د نګهبان نومې اولني نېشنل پاركس سروس منظوري هم وركړې شوې جې ورسره به د قدرتي چاپېرچل تحفظ سره سره زلمو ته ګرين روزګار او اېكو ټورزم ته وده تر لاسه شي۔ دا خبره دې ښكاره وي په كال 2018ﺀ كښې پاكستان كښې 30 قامي پاركونه وو۔ د وزیراعظم عمران خان پروټېکټډ اېرياز پروګرام تر سېو??ي لاندې ګرد هېواد كښې د قامي پاركونو شمېره 50 فيصد زياتوالي سره 45 ته رسېدلې