انقره 19 مئي(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د شورو په ورځ د تركيه نه نيويارك ته د روانېدو نه وړاندې د فلسطين خپل همڅنګ ډاکټر رياض المالکي سره ملاقات كړے۔ د خارجه دفتر له مخې د خبرو اترو په مهال د فلسطين ??ه موجوده وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير د اسرائيلي پوځ جارحيت٬ په مسجد اقصٰي بريدونه او د فلسطين ??ګړي جبراً د بې دخله كولو غندنه كولو سره د بې ګناه فلسطينانو په خاص توګه د كوچنيو په شهادت د غم دړد څرګندونه كولو سره ووئيل پاكستان د فلسطينيانو وګړو د خپلواكۍ حق د هلو ځلو د ملاتړ جاري ساتلو عزم لري۔ خارجه وزير د فلسطين خپل همڅنګ د نړيوالې ورورولۍ پام په فلسطين ??ښې د اسرائيلي پوځ د روان جارحيت پلو راګرځولو او د فلسطين ??شالې سوله ايز حل لپاره د پاكستان د هلو ځلو نه خبر كړو۔ خارجه وزير د فلسطين خپل همڅنګ ته د وزير اعظم عمران خان او د پاکستاني قيادت لخوا د خپلواكۍ حق لپاره د دوي د هلو ځلو د بشپړه ملاتړ ب??ور وركړٶ۔ خارجه وزير په دې سخت وخت كښې د پاكستاني قام لخوا د فلسطين خپلو وروڼو سره د يوالي څرګندونه كړې۔ د فلسطين خارجه وزير ډاکټر رياض المالکي د پاكستان خپل همڅنګ د فلسطين د موجوده صورتحال نه خبرولو سره په اړي ګړي كښې كمي لپاره د خپلو هلو ځلو نه خبر كړو۔ د فلسطين خارجه وزير د فلسطين ??از پحقله د پاكستان د واضحه٬ كوټلي او اصولي موقف ستائنه وكړه او په سيمه ايزه او نړيواله كچه د پاكستان په سفارتي معاونت ئې د پاكستان د قيادت او د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي مننه وكړه