جده 08 مئي (اے پي پي) خا??جه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات شوے چې پكښې د هغه د كابينې مهم غړي هم موجود وو. زما د سعودي خا??جه وزير شهزاده فېصل بن فرحان آل سعود سره هم ناسته شوې. د وزيراعظم عمران خان او د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ترمېنځه د تفاهم يو يادښت لاسليك شوے چې له مخې به ئې د سعودي او پاكستان ترمېنځه يو د لوړې پاې كوآرډينېشن كونسل جوړولې شي، سعودي عرب به پاكستان ته د ” سعودي ډو??لپ??نټ فنډ ” څخه 500 مليونه ډالر رقم وركوي، سعودي به په راتلونكو 10 كلونو كښې 10 مليونه افرادي قوت ته ضرورت لري، د دې ورك فورس زياته برخه به د پاكستان څخه اخستلې شي. خا??جه وزير دا خبرې په جده كښې د وزيراعظم عمران خان لخوا د سعودي دورې په اړه مېډيا سره د خاص خبرو په مهال وكړې. خا??جه وزير ووئيل چې ده د سعودي خا??جه وزير شهزاده فېصل بن فرحان آل سعود سره ناسته كړې. ده ووئيل چې د دې دورې په مهال ولي عهد په خپله د وزيراعظم عمران خان هركلې كولو لپاره تشريف راوړے و. ده ووئيل چې د پلاوو په كچه د مذاكراتو نه پس زمونږ د يوې وړوكې ډلې ملاقات شوے. په دې ملاقات كښې وزيراعظم عمران خان، آرمي چيف او زه په خپله موجود وم. په دې ملاقات كښې د افغانستان د سولې عمل پ??مول د منطقې په صورتحال تفصيلي خبرې وشوې. د سعودي خا??جه وزير په دې لړ كښې په منطقه لښې د دې د اوسنيو هلو ځلو په اړه په اعتماد كښې واخستو. خا??جه وزير ووئيل چې دنن د وزيراعظم عمران خان او د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ترمېنځه د تفاهم يو يادښت لاسليك شو. ده ووئيل چې د دې لوظنامې له مخې به ئې د سعودي او پاكستان ترمېنځه يو د لوړې پاې كوآرډينېشن كونسل جوړولې شي. خا??جه وزير ووئيل چې مونږ د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د مرستې كولو عزم څرګند كړے. د سعودي ولي عهد مونږ د سعودي عرب د وژن څخه په تفصيلي توګه خبر كړو. ده ووئيل چې سعودي به په راتلونكو 10 كلونو كښې 10 مليونه افرادي قوت ته ضرورت لري، د دې ورك فورس زياته برخه به د پاكستان څخه اخستلې شي. د روزګار موقعو په لړ كښې دا پاكستانيانو لپاره يو ډېر لوي خبر دے. ده ووئيل چې نن په پنځو لوظنامو لاسليك شوے. يو لوظنامه د وزيراعظم عمران خان او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ترمېنځه د كوآرډينېشن كونسل جوړولو په اړه شوې. دوه لوظنامې د بنديانو تبادلې او د جرائمو مخ نيوي لپاره شوې دي. يوه لوظنامه د نشه اي توكيو د مخ نيوي او بله لوظنامه د سعودي ډو??لپ??نټ فنډ څخه پاكستان ته د 500 مليونه ډالر وركولو ده. ده ووئيل چې مونږ د او آئي سي او د دې د مشرانو راتلونكې غونډې په لړ كښې هم خبرې كړې دي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد ته د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړې كومه چې ده قبوله كړې. خا??جه وزير ووئيل چې ده د سعودي خا??جه وزير ته د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړې كومه چې ده هم قبوله كړې. د اختر نه پس به د سعودي چارواكو پلاوي پاكستان ته راځي چې دغسې د سعودي ولي عهد او خا??جه وزير لخوا د پاكستان د دورې په اړه چارې ترسره كړې شي. خا??جه وزير ووئيل چې په مجموعي توګه د سعودي دا دوره ګټوره وه. د روژې مباركې مياشتې بركتونه په دې شامل وو، دا دوره به پاكستانيانو لپاره ډېر زېري راوړي.