اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي د وزير اعظم عمران خان د كرپټ عناصرو په ضد هلي ځلي آخري پړاؤ ته رسېدلي ۔ د بدعنوانۍ څخه د پاك پاكستان خوب به ډير زر نعبير ومومي ، وزيراعظم عمران خان د بدعنوانۍ په ضد جنګ كښې په هيڅ سمجھوته نه كوي او نه به چا سره څه ډول رعاي?? وكړي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت هېواد او اولس د معاشي بحرانونو څخه وېستلے ،اولس د دې هر څه څخه خبر دے چې څه ډول د تير وخت بدعنوانه سياستمدارو او د وزيراعظم عمران خان په ايماندار او حقيقي قيادت كښې فرق دے۔ده ووئيل بايد اپوزيشن په كورونا وباﺀ ،د كشمير په مسئله او د انتخابي اصلاحات غوندې قامي او په نړيوالو چارو اتفاق له حكومت سره كې??ني،هېواد كښې جوډيشل ??يفارمز ته هم اړتيا ده دغسې چې د مقدمو تر سره كولو عمل تند كړے شي۔