اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګړو خېر ښېګړه او د هغوي مسئلو حل كول د حكومت په مهمو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ دا خبره هغه د خالي په ورځ د پاكست??ن بزنس كونسل دوبۍ لخوا په خپل درناوي كښې وركړې شوې د روژه ماتي دستوره كښې وكړه۔ د پاکست??ن بزنس کونسل دوبئی صدر او نورو عهدېدارانو خارجه وزير ته تود هركلے ووے۔ خارجه وزير پاکست??ن بزنس کونسل دوبئی سره د تړلې كاروباري شخصياتو مننه كولو سره ووئيل پاكستان معاشي سفارت كاري كارولو سره د نړۍ پام پاكستان كښې د كاروبار موقعو پلو ګرځوي۔ د خوشحالۍ خبره دا ده چې د كورونا نړيوال وبائي صورتحال باوجود د معاشي سفارت كارۍ م??بت نتيجې رامخې ته كېږي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل يو اے اي سره زمونږ دوه اړخيړه تجارتي اړيكې مخ په ښه كېدو دي۔ زما د دې د??رې مقصد د دواړو هېوادونو ترمينځه ګڼ اړخيزه څانګو كښې د??ه اړخيزه تجارتي تړون ا?? مرستې ته وده وركول دي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل زه په دې خوشحاله يمه چې د پاكستانيانو لويه شمېره عرب امارات كښې مېشته ده او د دې ځائې په تعمير او پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګړو خېر ښېګړه او د هغوي مسئلو حل كول د حكومت په مهمو ترجيحاتو كښې شامل دي۔د روژه ماتي دستوره كښې عرب امارات كښې د پاكستان سفير افضال محمود ٬ قونصل جنرل دوبۍ ٬ احمد امجد علي او د سفارت مشران چارواكي ??م موجود وو۔