اسلام آباد۔23 ??ار??(اے پی پی)د پاكستان ورځې په موقع مقبوضه كشمير كښې هم دستورې وكړې شوې۔ د پاكستان ورځې حوالې سره ځائ په ځائې بېنرې لګ??لې شوې وې په كومو چې د قائد اعظم محمد علي جناح ٬ وزيراعظم عمران خان او د پاك پوځ سرلښكر عكسونه موجود وو۔ دا بېنرې حق خودارادیت فورم جمووکشمیر او و??من فاونډېشن لګ??لې وې۔ په بېنرو ’’کشمیرې اولس پوځي قبضې نه آزادي غواړي٬ د كشمير مسئلې يوازينې حل كشميري اولس ته خپل حقونه وركول دي‘‘ په ډول بېلې نعرې او مطالبې درج وې۔ حریت لارښود عبد المجيد لون ووئيل مقبوضه كشمير كښې د بېنرو لګېدل پاكستان سره د مينې ثبوت دے۔ كشميرې اولس ځان د پاكستان برخه ګڼي۔ هغوي ووئيل د كشمير نه غېر پاكستان نيمګړے دے۔