قاهرہ۔16فروری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په دوه ورځنۍ دوره د مصر پلازمينې قاهرې ته ورسېده۔ د قاهرې په هوائي مېدان اسسټنټ فارن منسټر اېمبېسډر طارق الوسيمي ٬ د پاكستان سفارت ناظم الامور شاه نذر خان او د مصر د خارجه وزارت چارواكو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي هركلے وكړو۔ خارجه وزير به ?? خپلې دورې په مهال خپل مصري همڅنګ سامح شكري پشمول مهمو شخصياتو سره ملاقاتونه كوي۔ ملاقاتونو كښی به په دوه اړخيزه اړيكو او د دوه اړخيزه مرستې ودې په اړه د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ خارجه وزير به قاهره كښې بزنس كميونټي سره او د عرب ليګ جنر?? سېكرټري سره ملاقات كوي۔ هيله ده چې د خارجه وزير دا دوره به ?? دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې له مستحكمولو له مهم كردار ترسره كړي۔