اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي د حج كال 2021م د تفاهم يادښت نه دے لاسليك شوے، پ??كستانو حاجيانو لپاره په شرائطو كښې نرمې لپاره به د سعودي چارواكو سره خبرې كوو. د جمعې په ورځ شخصي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د كورو??ا واكسين په نتيجه كښې هيله ده چې تر راتلوونكو دوو مياشتو به د كورونا خپرېدو كښې نوره كمې هم راشي. بايد سعودي د حج راتلونكو لپاره د قواعدو و ضوابطو جوړولو نه وړاندې د كورونا صورتحال واضح انتظار وكړي. ده ووئيل حكومت د حج په مهال د خلقو د ستونزو نه خبر دے. په دې لړ كښې د سعو??ي حكومت سره پرله پسې په تماس كښې يو. ده ووئيل تېر كال د كورو??ا وائ??س له امله يوازې لس زره كسانو ته د حج كولو اجازه وركړې شوې وه. ده ووئيل د حج كال 2021م په لړ كښې لا د تفاهم يادښت نه دے لاسليك شوے، پ??كستانو حاجيانو لپاره په شرائطو كښې نرمې لپاره به د سعودي چارواكو سره خبرې وكړم. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سعو??ي حكومت واضحه كړې چې د حج په مهال به د كورونا په پروټوكول په سختې سره عمل كولې شي. د پاكستان حكومت به حج ته تلونكو ته د كورو??ا واكسين لګوي. مېډيا دې د حاجيانو خبرتيا لپاره خاص كمپائن وچلوي.