اسلام آباد۔27جنوری (اے پی پی) د كورونيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي وزي??اع??م عمران خان د اپوزيشن نه كوم خطر نه لري۔ عمران خان سره اولس خپلې هيلې تړلتي او د هغوي د هيلو له مخې هغه شپه او ورځ كار كوي۔ د ګرانۍ باجود اولس باور لري چې يوازې وزي??اع??م عمران هېواد پېښو ستونزو نه خلاصولے شي۔ براډ شيټ يو لوئې كېس رامخې ته كېدونكے دے۔ د حدیبیه پېپرملز، سرے محل او سوئس اکاؤنټس په ډول كېسونه رامخې ته كېږي۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي چېنل سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د تېرو حكومتونو د ناوړه پالېسو د لاسه ګراني زياته شوې ۔ وزی??اع??م عمران خان د خپلو پالېسو د لارې هېواد ديواليه كېدو نه ساتلے او اوس د هېواد معيشت بهترۍ پلو روان دے۔ سرمايه كاري مخ په زياتېدو ده۔ شېخ رشید احمد ووئيل اوس اپوزيشن سره كومه يوه خبره نشته۔ دې خلقو وئېل استعفاګانې وركوؤ خو نه وركوي۔ دوي وئيل د سېنېټ او ضمني ټاكنو بائيكاټ به كوؤ خو اوس دوي دغه ټاكنو كښې برخه اخلي۔ اپوزیشن دې د لانګ مارچ شوق هم پوره كړي ۔ هغه ووئيل وزي??اع??م په سپېځليو ټاكنو باور لري او ځكه هغه د سېنېټ ټاكنو كښې اوپن بېلټ ل??ار?? د آئيني بدلون راوړلو هڅه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د كشمير مسئلې په اړه د حكومت دريځ ښكاره دے۔ وزی??اع??م عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې په فعاله توګه د كشمير مقدمه وړاندې كړې۔ د فرورۍ په 5 مه نېټه به د كشمير يو والي ورځې په موقع لال حوېلي نه لاريون ويستلے شي او غونډه به كولې شي۔ هغه ووئيل ما د هېواد يو شمېر وزي??اع??مانو سره كار كړے ولې عمران خان د هېواد بهترۍ له تر ټولو زياته خواري كونكے دے۔ هغه ووئيل وزي??اع??م به بدعنوانه عناصر له كله هم اېن آر او نه وركوي او نه به په احتساب كومه سودا وكړي۔ هغه ووئيل سياستمدار كله هم د مذاكراتو دروازې نه بندوي۔ هغه زياته كړه چې د حكومت او اپوزيشن ترمينځه بايد خبرې اترې وك??ې شي۔